ایکناخبری اژانس رپورراکړ ، دایران د خیریه چارو او داوقافو ادارې دقرآني چارو د مزکر دسیالیو مرستیال حمید مجیدي مهر له ایکنا سره په خبرو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالو سیالیو اته دیرشم پړاؤ مقدماتي مرحلې پیلیدا ته په اشارې سره ووئيل دغه سیالۍ له ننه پيل شوي او د همدغې میاشتې تر پنځه ویشتمې نیټې پورې به دوام ولري . هغه ووئيل نن او سبا د میرمنو په برخې کې سیالۍ کیږي او له دوویشتمې نیټې تر پنځه ویشتمې نیټې پورې هم د سړیو په برخې کې سیالۍ کیږي . ددغو سیالیو مقدماتي مرحله ، په حکیمیه سیمې کې واقع د تهران ولایت د اوقافو او خیریه اچارو د عمومی ادارې په بصیرت مجتمع کې روانې دي . دغه سیالۍ نن سهار اته نیمې بجې پيل شوي او دماښام تر اوه نیمو بجو پورې به دوام ولري .
هغه دغه راز ووئيل ګډون کونکي د قواعدو اوضوابطو په اساس خپل فارمونه ډک کړي او له دغه اورګان سره له درو میاشتوراهسې په ارتباط کې دي او په دې زمینې کې ئې ښه تعامل درلودلی دی .
مجیدمهر په مختلفو برخو کې دسیالیو اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل ،په دغه پړاؤ کې دایران داسلامی جمهوریت د رسیمي سیالیو په برخو کې ګډون کونکو ته په بلنې کې ، د وحدت په شعار سره بلنه ورکړل شوې او همدغه موضوع له ایرانه په بهر کې د هیواد دسیاسی نمایندګیو او کلتوري خونو د رضایَت سبب شوې ده .
هغه دغه راز زیاته کړې ، په دغه پړاؤ کې نهه شپيته هیوادونو په مختلفو څانګو کې خپل نمایندګان معرفی کړي دي . له هغو ټولو سختیاتو سره سره چې په نړۍ کې د کرونائي بحران له امله رامینځة شوي ، او ځيني نوروبدلونونو ته په پام سره له نیکه مرغه د نمایندګانو د بلنې او معرفي کولو بهیر په ښه توګه ترسره شوی دی .